اسلام آباد 22 مارچ(اے پی پی) د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد وئېلي دي مونږ د پاكستان سره يوازې ښې اړيكې نه غواړو بلكې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او صنعت ته د پرمختګ وركولو خوښي لرو٬د معاشي پرمختګ لپاره امن او صنعتي پرمختګ ضرورې دے٬د پاكستان سره به ټېكنالوجي او پوهه شيئر كو??ې شي۔ده د جمعې پھ ورځ د پاكستان ملائېشيا سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كو??و۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم خطاب وكړو۔ډاكټر مهاتير محمد ووئيل زه د كاروباري كسانو سره په ملاقات او هغوي ته په مخاطب كېدو خوشحاله شوې يم۔ده ووئيل د دې كنفرنس سره به د دواړو هېوادونو سوداګرو او سرمايه كارو يو بل پیژندلو٬د خيالاتو تبادلې او د شراكتد د امكاناتو جاج اخستلو موقع ترلاسه شي۔په دې موقع ده د ملائېشيا د پرمختګ په اړه ووئيل ملائېش??ا يو غريب هېواد ؤ ٬د كو?? صنعت ته چې پام لرنه كو??و سره د پرمختګ پلو روان شوې يو ٬مونږ غېر ملكي سرمايه كارو له ملائېشيا كښې په سرمايه كارۍ كو??و كښې ترغيب وركړی او هغوي له مو آسانۍ او رعايتونه ??ركړي چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې نوې ټېكنالوجي او سرمايه راغلې٬مونږ صنعت او ټېكنالوجي كښې پوهه ترلاسه كړې او خپل مصنوعات ??و جوړ كړی٬دې سره سره امن او استحكام لپاره مو عملي اقدامات ??ړي او د عسكريت خوښۍ په پشمول په بېلو مسئلو قابو موندلو له بريالي شوي يو۔ده ووئيل د دغې اقداماتو په سوب ملائېشيا دا مقام ترلاسه كړی٬مونږ د پرمختګ پنځه كلنه ??روژې بشپړې كړي۔ده ووئيل د وګړو مالداره كو??و ته پام لرنه شوې ځكه چې په هغه صورت به وګړي د ټېكس وركولو جوګه شي كله چې هغوي سره سرمايه راشي او بيا به د ټېكس څخه ترلاسه شوې روپۍ د اولس په آسانيو خرڅ كړی شي۔ده ووئيل مونږ له تجارت ته اړتيا وه۔ده ووئيل نن ملائېشيا د ټولو هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكې لري او زمونږ كو?? هم دښمن نشته خو د اسرائيل معامله مختلف ده۔د اسرائيل سره مونږ په هېڅ ډول اړيكې نه دې جوړ كړي۔ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې مونږ د يهوديانو په ضد يو بلكې مونږ د اسرائيل د فلسطين په ضد د غاصبانه ??الېسو مخالف يو٬هم دغه وجه ده چې ملائېشيا د اسرائيل سره اړيكې نه دي جوړ كړی۔ده ووئيل مونږ د پاكستان سره اړيكو ته ودې وركولو سره سره كاروبار هم زياتول غواړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان زمونږ ملګرې او د ملائېشيا مرستيال دے۔د ملائېشيا وزيراعظم په پاكستان كښې د خپلو مصنوعاتو معرفي كو??و په لړ كښې په ملائېشيا كښې د جوړ كړی شوي موټر چاپي وزيراعظم عمران خان ته وركړه۔ده ووئيل ملائېش??ا يوازنۍ پرمختللې هېواد دے كو?? چې خپلې موټرې جوړوي٬په دې لړ كښې د پاكستان سره د خپلې ټېكنالوجي او پوهې تبادله غواړو٬د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د ملائېشيا خپل هم څنګ مهاتير محمد هركلي كو??و سره ووئيل په 23 مارچ د پاكستان ورځ لمانځلې كېږي٬په دې اړه په دستوره كښې د مهاتير محمد ګډون زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬د ملائېشيا پرمختګ لپاره د هغه د خذماتو نه علاوه د هغه د وژن او په نړيواله كچه د هغه د مړانې مؤقف احترام كو??۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به تجارتي اړيكو ته وده وركولې شي٬مونږ د پرمختګ د ملائېشيا ماډل څخه زده كړه كو??٬موڼږ پريكړه كړې چې په وزارتي كچه به قوي كمېټي جوړولې شي كو??ه به چې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په تګلاره كار كو??۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل مونږ غواړو چې وزيراعظم مهاتير محمد په پاكستان كښې زيات ??خت له پاتې شي۔پھ كنفرنس كښې د دواړو وزيراعظمانو په موجودګۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د موټرو جوړولو٬ټېلي كام٬ټېكنالوجي او حلال فوډ انډسټري په څانګو كښې د مفاهم په بېلو يادښتونو لاس ليك وشو۔كنفرنس ته د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم خطاب وكړو