اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا وئېلي دي ?? پاكستان او هند ترمينځه د اقتصادي مرستې زياتولو موقعې شته٬دې مقصد لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو ستونزو سوله ايز حل ډېر ضروري دے۔ده دا خبرې د ز??ار?? په ورځ د هند هائي كمشنر اجے بساريه سره ?? پارل??ما?? په ودانۍ كښې د ملاقات په مهال وكړې۔سناتور سليم مانډوي والا په دې موقع تجويز وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دې د دوستۍ پارل??ما??ي ډله جوړه كړې شي كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شخړو حل لپاره اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل پارل??ما??ي ډيپلوميسي ته دې موقع وركړې شي۔په دې لړ كښې ?? پاكستان هند بزنس فورم هم موثر كردار ترسره كولې شي۔د هند هائي كمشنر د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره اتفاق وكړو او وې وئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه د 2.4 اربه ډالرو تجارت كېږي خو د دبئي د لارې د پنځه اربه ډالرو د تجارات اطلاعات راغلي۔ده ووئيل د نړيوال بانك راپور له مخې د ټېرف معاملې حل كېدو په صورت شريك تجارت 37 اربه ډالرو ته رسېدې شي۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن ووئيل ?? پاكستان حكومت د ګاونډي هېوادونو څخه راتلوونكو ته آسانې وركوي او هند دې هم د ويزې نظام آسانولو سره پاكستانيانو لپاره آسانيې پېدا كړي