اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د پاكستان په ټولو ضلعو كښې د روغتيا ??سانيو په پروګرام عملدرآمد له د قامي صحت وزارت او پاكستان سټېټ لائف انشورنس ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك شوے۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني ووئيل چې د دې سكيم ترمخه غريب او پسمانده طبقو لپاره د صحت آسانيۍ وركړې ش?? او د اندازې له مخې 9 كروړه كسان به د دې څخه استفاده وكړي۔ ?? صحت آسانيو پروګرام ترمخه كورنيو له به په پينل د موجود روغتونونو څخه درملنې لپاره 7 لكه 20 زره د طبي آسانيو خدمات وركولې ش?? كوم به چې د هېلت انشورنس ترمخه دغه كورنيو ته وړيا ??رلاسه كېږي چې پكښې په روغتون كښې داخله هم شامله ده۔ د پروګرام ترمخه په سپيځلي ډول به 15 ملين كورنيو ته د صحت انصاف كارډ وركولې ش??۔ دا كارډ به پنجاب٬سندھ٬بلوچستان٬اے جے كے٬ګلګت بلتستان او د قبائېلي ضلعو كورنيو له وركولې ش??۔ دا د پاكستان تحريك انصاف حكومت لويه كارنامه ده۔ د دې پروګرام د لارې به د ټول هېواد غريبو كورنيو له طبي مرسته وركولې ش??۔ د صحت آسانيو په پروګرام عملدرآمد له د وزارت د اړخه وفاقي سېكتر كېپټن (ر) زاهد سعيد او د سټېټ لائف انشورنس چيئرمېن لاس ليك كړے