اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی په دوه ورځنۍ سركاري دوره د عمان پايه تخت مسقط ته رسيدلې دے٬په عمان كښې د پاكستان سفارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې مسقط ته په رسيدو د عمان خا??جه وزير یوسف بن علوی او د خا??جه وزارت سینیئر چارواكو د خا??جه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی تود هركلے وكړو۔د پاكستان په پلاوي كښې دوه اړخيزه مرستې په اړه پوهان شامل دي كوم به چې د دواړو هېوادونو د شريك كمېشن 7مې غونډه كښې معاونت كوي۔د شريك كمېشن غونډه به(سبا)د زيارت په ورځ كېږي۔د دې نه پس به د دواړو هېوادو??و ترمينځه په لوظ نامو لاس ليك كېږي۔ خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی به د خپلې دورې پھ مهال د عمان سینئر قیادت سره ملاقاتونه كوي۔ د ملاقاتونو پھ مهال به پھ دوه اړخيزه اړيكو، سيمه ايزو مسئلو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه كېږ??۔خ??رجه وزير به د پاكستانيانو د ي??ې لويې هر كلي په دستوره كښې هم ګډون كوي۔په دې دستوره كښې ګډون لپاره 750 مېلمنو له بلنه وركړی شوې ۔په دستوره كښې به د دواړو هېوادو??و ترمينځه اړيكو او ملګرتيا ته ودې وركولو له په كردار ترسره كولو د پاكستان او عمان وګړو ته توصيفي سندونه وركولې شي۔په عمان كښې د پاكستان سفير علي جاوېد د خا??جه وزير دوره مهمه ګرځولو سره ووئيل دې سره به د دواړو هېوادو??و ترمينځه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل په عمان كښې د پاكستان دوه لكه 72 زره وګړي مېشته دي۔ده ووئيل د خپلې دورې پھ مهال به خا??جه وزير ټي وي چينلز٬ورځپاڼو او د مېډيا ادارو سره مركې هم كوي