بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د پاكستان او چين ترمې??ځه د دوه اړخيزه مرستې 15 لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك شول۔ په لوظنامو كښې په پاكستان كښې د غربت خاتمه او د دواړو هېوادونو ترمې??ځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لوظنامې شاملې دي۔ دا لوظنامې او د تفاهم يادښتونه د خالي په ورځ لاسليك شول۔ په لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو د لاسليك په مه??ل وزيراعظم عمران خان او د چ??ن وزيراعظم لي كي كيانګ هم موجود وو۔ د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د كركيلې او اقتصادي تكنيكي مرستې لوظنامې لاسليك شوې۔ د ځنګلاتو٬ ارضياتي سائنس او د الېكټ??ان?? موادو په څانګه كسې مرستې لپاره د تفاهم يادښت لاسليك شو۔ د پاكستان په پلاوي كښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي، د خزانې وزیر اسد عمر، د رېلوے وزیر شېخ رشید احمد، د منصوبه بندې او پرمختګ وزیر خسرو بختیار، د مېری ټائم سکیورټي وزیر علي زیدي، د بلوچستان وزیر اعلیٰ جام کمال خان او د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د چین په پلاوي كښې د چین خارجه وزیر وانګ ژي پشمول د كابينې ځينې غړي شامل وو۔ په دې موقع په پاكستان كښې د غربت خاتمې لپاره د تفاهم يادښت لاسليك شو۔ د اسلام آباد پوليسو او د بيجنګ پوليسو ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسليك شوه۔ د پاكستان د لوړو زده كړو او د چ??ن د سائنس اكېډمې ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسليك شوه۔ د دې نه علاوه د پاكستان او چين د خارجه وزي??ان?? په كچه تزويراتي مذاكراتو لپاره دستاوېز هم لاسليك شو۔ د چ??ن د اكېډمي آف سائنس او د پاكستان د مو??مي??تو د محكمې ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسليك شوه۔