اس??ام آباد 27 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار وئيلي دي د سي پېك تر سېوري لاندې د پن بر??ښنا منصوبو ودې ت?? حكومت پام لرنه كوي چې ترمخه به ئې هېواد كښې د بر??ښنا زياتېدونكي حاجت ترسره كولو او د ارزانې بر??ښ??ا ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل دفتر كښې د چين ګازوبا کارپورېشن يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د چينائي كمپنۍ پلاوي مشري سوئيلي آسيا لپاره د ماركيټنګ مشر وانګ هو كوله۔ وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار ووئيل معاشي پرمختګ سره سره پاكستان كښې د توان حاجت مخ په زياتېدو دے۔ د بر??ښنا زياتېدونكې حاجت نظر كښې نيولو سره حكومت د پن بر??ښنا منصوبو جوړولو ته خاص پاملرنه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د ځائي او نورو ذريعو څخه د بر??ښ??ا ترلاسه كېدل ممكنولو له پالېسۍ جوړوي دغسې چې بلوچستان او د هېواد نورو لرو پرتو سيمو ته بر??ښنا وركړې ش??۔ په دې لړ كښې به سولر پېنل جوړونكو غېر ملكي كمپنيو ته پاكستان كښې پلانټس لګولو له بلنه وركولې ش??۔ د ملاقات په مهال د چينائي كمپنۍ نمائندګانو وفاقي وزير ته پاكستان كښې په روانو منصوبو او په خاص توګه د سنكياري پراجېكټ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ كمپنۍ د پاكستان دننه صوبائي او وفاقي حكومت سره په ګډه د توان په اړه د سرمايه كارۍ جاري ساتلو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔كمپنۍ پاكستان كښې د موجوده حكومت د 50 لكهه كورنو جوړولو منصوبه كښې سرمايه كارۍ كولو كښې له هم خوښي ښكاره كړه۔