اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت په اعلی بيورو كريسي كښې د بدلون كولو احكامات جاري كړي دي ۔سر??ار احمد نواز سكهيرا بيا د اطلاعات او خپرونو وزارت ٬سېك??ر احسان غني د آئي بي ډائرېكټر جنرل ٬ محمد سلمان خان د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر او عشرت علي د سي ډي اے چيئرمېن غوره كړې شوي ۔د اسټېبلشمنټ ډ??يژ?? څخه جاري نوټيفيكېشن له مخې د سپريم كورټ احكاماتو په رڼا كښې د پاكستان اېډمنسټريټو سروس ګرېډ 21 افسر سر??ار احمد نواز سكهيرا د فېډرل ايجوكېشن اينډ پروفيشنل ټريننګ ډ??يژ?? څخه بيا د اطلاعات او خپرونو سېكتر٬د پوليس سروس ګروپ ګرېډ 22 افسر محمد سليمان خان د آئي بي ډي جي څخه د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر٬ د پوليس سروس ګرېډ 22 افسر احسان غني د نېشنل كورآرډينټر څخه د انټيلي جنس بيورو ډي جي٬د پاكستان اېډمنسټريټو سروس ګرېډ 22 افسر ارشد مرزا د اطلاعات او خپرونو سېكتر نه بېرته د فېډرل ايجوكېشن اينډ پروفيشنل ټريننګ سېكتر٬ دغسې د پاكستان اېډمنسټريټو سروس ګرېډ 20 افسر عثمان اختر باجوه خذمات د كېډ ډ??يژ?? ته سپارلې شوي۔ټولو اعلٰی افسرانو په سمدستي توګه د خپلو چوكو چارج تر لاسه كړې