اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) پاکستان د هند د??ه?? هائي كمشنر جے پي سنګه د شورو په ورځ خارجه دفتر ته رابللے او د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي په چېري كوټ سېكټر په ډزو كولو سخت احتجاج كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د جون په 12مه نيټه په كنټرول لائن په چېري كوټ سېكټر كښې هندي قابض پوځ لخوا د ډزو په نتيجه كښې ټروتهن كلي كښې بې ګناه كس محمد شكيل ولد عالم دين شهيد شوې۔ سارك لپاره لنډمهاله ډائرېكټر جنرل (سوئيلي آسياء) د شورو په ورځ د هند د??ه?? هائي كمشنر رابللو سره د هندي ځواكونو لخوا د ډزو په ضد احتجاجي مراسله وركړې۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د ضبط او تحمل د غوښتنې باوجود د هند لخو?? د ??نګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ كېږي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل هند سږ كال په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري د جنګ بندۍ د 1100 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې٬ تر اوسه 29 بې ګناه كسان شهيدان او 117 ژوبل شوي۔ وياند ووئيل بې ګناه وګړي قصداً وژل ناوړه ٬ د انساني وقار او د نړيوال بشري حقونو منافي اقدام دے۔ ده ووئيل د هند لخوا پرله پسې د ډز بندۍ خلاف ورزيو سره سيمه ايز امن او سلامتيا له خطر دے۔ ??ه هند زور رواړلې شوې چې ھغه د ډز بندۍ د لوظنامې پالنه وكړي او خپل ځواكونه دې د ډز بندۍ د لوظنامې پابند جوړ كړي