اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د فاټا خېبرپښتونخوا سره د انضام بل د كوم بهرني فشار په سبب نه دے بلكې د سياسي ګوندونو په اتفاق د قامي اسمبلۍ نه منظور شوې٬د كے پي كے سره د فاټا انضمام د پاكستان مسلم ليګ(ن)د منشور بر??ه پاتې شوې٬پاكستان په خاص توګه د فاټا اولس لپاره د قامي اسمبلۍ څخه د بل منظوري يو تاريخي كارنامه ده٬مسلم ليګ(ن)نه وړاندې د ټول ټاكنو بائيكاټ كړی او نه به بيا وكړي۔ده د زيارت په ورځ خپل دفتر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔پھ دې مهال د اطلاعات او ??پرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬وفاقي وزير جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ٬د قانون وزير زاهد حامد او ?? فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړې شاه جي ګل آفريدې هم موجود وؤ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او په خاص توګه د فاټا اولس لپاره د قامي اسمبلۍ څخه د بل منظوري يوه تاريخي كارنامه ده۔د فاټا كے پي كے سره ادغام د مسلم ليګ(ن)د مېنډېټ او منشور بر??ه وه او ?? فاټا او نورو سيمو اولس هم دغه غوښتل۔قامي اسمبلۍ دا بل په اكثريت منظور كړی چې پكښې 229 غړو د بل ملاتړ كړی۔ده ووئيل حكومت د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې فاټا اصلاحات له كمېټي جوړه كړی وه چې بيا پكښې اعلٰی وزير ٬ګورنر٬د پوځ سرلښكر او نور فريقينو سره د عملدرآمد كمېټي جوړه كړی شوه۔د تفصيلي غور نه پس فريقينو زاړه قبائېلي قوانين د آئين ترمخه بدلولو او قبائېلي سيمه په كے پي كے كښې د ضم كولو لپاره اتفاق كړی۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې ډېره خواري شوې او ?? ټولو بر??و جاج اخستلې شوې۔سل كاله زوړ نظام بدل وو او په دې حقله د كار په لړ كښې ډېرې خبرې رامخې ته شوي او وړاندېزونه مرتب كړی شوي۔وزيراعظم ووئيل د وفاقي كابينې منظورۍ نه وروستو اپوزيشن اعتماد كښې اخستلې شوې۔د ټولو سياسي ګوندونو مننه كوم چا چې د سفارشاتو جاج اخستې او ??ائے يې وركړي او ?? كومو چې نن قامي اسمبلۍ د بل په صورت په اكثريت منظوري وركړی۔ده ووئيل نن د هغې عمل ابتدا ده او مونږ به دا مخ په وړاندې بوځو۔دا د يو څو ورځو يا مياشتو عمل نه دے د كلونو خبره ده۔په خاص توګه د فاټا د زلمو مونږ له پھ دې لړ كښې اعتماد ترلاسه كول دي۔ده ووئيل د سرشمېرې ترمخه فاټا كښې د قامي اسمبلۍ 6 چوكۍ جوړیږي خو مونږ د فاټا 12 چوكۍ په ځاې ساتلې او ?? سېنېټ چوكو له مو تحفظ وركړی۔ده ووئيل په 2021 كښې به څلور او په 2024 كښې به د سېنېټ څلور چوكۍ خالي شي پھ دغې به ټاكنې نه كېږي۔وزيراعظم ووئيل په آرټيكل 246 او 47 كښې بدلون كړی شوې په وړومبۍ مرحله كښې به د سپريم كورټ او هائي كورټ دائره تر فاټا غزولې شي٬د پوليس نظام ٬ د عدالتونو جوړول ٬فيزيكل انفراسټركچر او ??شپړ حكومتي نظام به جوړول وي٬اوس چې كوم قانون پاس كړی شوې د اېف سي آر قانون به هم ختم كړو۔ده ووئيل د ځايې حكومتونو ټاكنې به فاټا كښې سږ كال كېږي دغسې فاټا كښې د پرمختيائي كارونو لپاره په لسو كلونو كښې 100 اربه هر كال خرڅ كولې شي دغسې چې دا سيمه د هېواد د نورو بر??بر كړی شي۔د مولانا فضل الرحمان او محمود اچكزئي د تحفظاتو پ?? حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې اړه اوږد بحث او ډېر غور شوې٬د فاټا په معامله ټولو ګوندونو رائے وركړي او ?? ټولو دا رائے وه چې فاټا له د پاكستان د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول پكار دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پارلمان د آئيني بدلون منظورېدو نه پس به صوبائي اسمبلي هم يو ايكټ پاس كوي او كه اوسنۍ اسمبلي پھ خپله موده كښې دغه ايكټ منظورول غواړي نو مسلم ليګ(ن)به يې مرسته كوي ګنې نو بيا به يې بل حكومت كوي۔ده ووئيل دا پريكړه به مونږ ټول په ګډه كوو چې په فاټا كښې 100 اربه هر كال تر لسو كلونو پرله پسې څنګه خرڅ كول دي۔ وزيراعظم ووئېل فاټا چې د كے پي كے بر??ه شي نو د اېن اېف سي ترمخه به بر??ه وركړی كېږي دا سپېشل ډوېلپمنټ پروګرام دے چې ترمخه به يې په لسو كلونو كښې 1000 اربه روپۍ وركولې شي۔د آئيني بدلون پھ مهال قامي اسمبلۍ كښې د غړو د شمېرې پھ حقله د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نن د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې ځينو غړو بې پروائي كړی او ??ونډې له نه دي راغلې ٬ دغسې څه د هېواد نه بهر دي او څه ناروغه دي٬څه نورو ګوندونو ته تلي او چا ا??تع??ٰی وركړی بيا هم بل په اكثريت سره منظور شوې٬د سياسي وفادارۍ بدلولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل دغه شمېره ډېره نه ده څو كسانو ګوند پرېښې او ?? دغه خلكو ماضي او ??ياسي رويه د اولس په وړاندې ده كوم خلق چې دغسې كار كوي هغوي ته به هېڅ ګټه ونه رسي ځكه چې د پاكستان اولس هغوي ته ګوري۔د لنډ مهاله وزيراعظم د غوره كولو پھ حقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل مخالفې ډلې او ??كومت درې درې نومونه تجويز كړي خو په هغې اتفاق نه دې راغلې۔د جمعې يا د ګل په ورځ به پريكړه وكړو چې په دغې كښې يا په كوم بل نوم اتفاق راتللې شي نو سمه ده ګنې بيا به دوه دوه نومونه پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي خو بيا هم معامله ترسره نه شوه نو څلور نومونه به پريكړی له الېكشن كمېشن ته لېږلې شي