لندن 19 اپرېل (اے پي پي) د دولت مشترکه د مشرانو 25مه غونډه د زيارت په ورځ پېل شوه چې پكښې د پاكستان نمائندګي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي كوي٬ په دې لړ كښ?? د پرانستې رسمي دستوره په بكنګهم پېلس كښ?? وشوه۔ د برتانيې ملكې الزبته دوېم د 53 كسيزه دولت مشتركه مشرانو د غونډې پېل كولو اعلان وكړٶ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښ?? ملكې د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د دې باور اظهار وكړو چې زياته محفوظ او سوكاله نړۍ به نوې كل ته سپارلې شي۔ دې د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دولت مشتركه د مشرانو د كال 2018م په غونډه كښ?? به ګډون كوٶنكي مشران په خپلو رايو او تجويزونو د خيالاتو څرګندونه كوي چې ورسره به په تنظيم كښ?? ګڼ اړخيزه مرستې ته وده ترلاسه سي۔ د يادونې وړ ده چې لندن كښ?? 40 كاله پس د دولت مشتركه غونډه پېل كېږي كوم چې د 2.2 اربه نه په زياته آبادۍ محيط تنظیم دے۔ د پرانستې غونډې ته پرنس آف ??ېلز شهزاده چارلس ٬ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې ٬ د دولت مشرتكه عمومي سېكتر پټرېشا سکاټ لېنډ هم وېنا وكړه۔ شهزادہ چارلس خپلو افتتاحي كلماتو كښ?? د دې باور څرګندونه وكړه چې د مشرانو غونډه به دولت مشتركه هېوادونو ته د پېښو مسئلو حل لټولو لپاره نوي عزم سره د غړو هېوادونو ترمېنځه د روابطو لا قوي كېدو له مرستياله وګرځي۔ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې خپلې وېنا كښ?? دولت مشتركه هېوادونو ته پېښ بېلا بېل چېنلجونه رامخې ته كولو سره ووئيل چې تجارت، معیشت، روزګار، صحت عامه، سائبر کرائم غوندې څانګو كښ?? د غړو هېوادونو ترمېنځه پراخې مرستې ته اړتيا ده۔ په دې موقع د دولت مشتركه د 6 غړو هېوادونو سندرغاړو د خپل فن څرګندونه وكړه۔ د دې نه وړاندې د برتانيې ملكې د شاهي كورنۍ نورو غړو سره د مېلمنو هركلې وكړو۔ بکنګھم پېلس ته په راتګ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو مشرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو او د دې نه پس لنكاسټر هاٶس كښ?? د اېګزېكټو چوكو پېل نه وړاندې وزیراعظم فرائیري کورټ ته لا??و چرته چې د برتانيې وزيراعظمې او د دولت مشتركه عمومي سېكتر د دوي هركلې وكړو۔