اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي په ټول پاكستان كښې اولس د پاكستان د سباؤن سياست رخ متعين كړې۔ ده وو??يل د محمد نواز شريف كاميابو اولسي غونډو او ضمني ټاكنو كښې تاريخ ساز كاميابو دا خبره په ډاګه كړې چې د نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان مسلم ليګ ن د پاكستاني اولس نمائنده ګوند دے كوم سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې۔ د شېخوپورہ جلس?? په اړه خپل بيان كښې ده وو??يل د شېخو??ور?? كاميابې جلسې مخالفي?? نور هم د مايوسۍ تيارو سره مخ كړي دي۔ ده وو??يل د پاكستان اولس به په نواز شريف باور ولې نه كوي ولې چې نواز شريف د پاكستان ټولو صوبو او ټولو څانګو مضبوطولو كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ ده وو??يل نواز شريف هېواد له اتومي صلاحيت ترلاسه كولو سره د پاكستان دفاع تل له مضبوطه كړې۔ نن هند خو په پټه وار او سازشونه كولې شي ولې د نواز شريف ددې احسان په سوب هند د پاكستان په ضد د كوم نېغ په نېغه ګام پورته كولو څخه وېريږي۔ ده وو??يل نواز شريف په معاشي توګه هم هېواد مضبوط كړې۔ او دې لپاره ئې د سي پېك منصوبې پیل كړ?? په كومه چې نن تندۍ سره كار روان دے۔ ده و??يل پاكستان د كال 2013 تيارو څخه ويستلو سره د رڼاګانو په لاره بوتلونكې نواز شريف به اولس چرته هم د پاكستان سياست څخه اخوا كېدو ته نه پرېدي۔ وفاقي وزير وو??يل د كا?? 2018 ټاكنو كښې به يو ځل بيا مسلم لیګ ن كاميابي ترلاسه كړي او د عمران خان په ډول سازشيانو لپاره يو عبرتناكې ماتې ته انتظار دے۔ ده وو??يل د پاكستان اولس نن د يو مضبوط دېوال په شان په هره جلسه كښې او ټاكنو كښې پاکستان مسلم لیګ ن او نواز شريف سره ولاړ دې او نواز شريف او د پاكستان اولس به په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ دا سفر مخ په وړاندې بوځي۔