اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) قامي اسمبلۍ هېواد كښې د انتها خوښۍ او عدم برداشت ختمولو له د زياتو نه زياتې قامي همغږۍ په حاجت زور راوړلو سره ??را??داد منظور كړې۔ د نهې په ورځ بيلم حسنېن ??را??داد ايوان ته وړاندې كړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف ووئيل ??كومت د وراندې څخه مذهبي همغږۍ لپاره كار كوي۔ اقليتي كمېشن ئې جوړ كړې۔ په دې كښې د مسلم او غېر مسلم دواړو نمائندګي ده۔ مذهبي اخترونه مذهبي عقيدت سره په سركاري توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل مونږ د نړيوال كنفرنس كولو پرېكړه كړې كومه كښې به چې ټولو مسلكونو او مذهبونو سره تعلق لرونكي علماﺀ كرام او پوهان ګډون كوي۔ حكومت به په دې اړه وړاندېزونو ته هركلې وائي۔ بیلم حسنېن ووئيل ??ايد انسان ته د انسانيت په توګه وكتلې شي۔ د مذهب په نامه تشدد څخه دې ډډ?? وكړې شي۔ شېراکبر خان ووئيل هېواد كښې روژه او اختر په يوه ورځ نه وي نو كه د سعودي سره شي نو دا به هېواد او اولس لپاره ښه وي۔ حاجی غلام احمد بلور ووئيل يو بل ته د كافر وئيلو او د يو بل وژلو څخه دې ډډ?? وكړې شي۔ ثریا اصغر ووئيل ??سلام د ښو اخلاقو درس وركوي۔ زمونږ په ټولنه كښې د بل زغمل نشته۔ د ??را??داد په حق كښې سید عیسیٰ نوری هم خبره وكړه۔ مولانا محمد خان شیرانی ووئيل په دې خبره زه خفه شوے يم چې مذهب يو انسان بل انسان سره جنګوي