اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾ سپريم كورټ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نااهلۍ او قطر سره د اېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو په اړه د شېخ رشيد درخو??ست خارج كړېدې ۔د اورېدنې په مهال چيف ج??ټس آف پاكستان ميا ??اقب نثار ريماركس وركولو سره ووئيل د كېس جاج اخستو څخه وروستو په دې نتيجه رسېدلې يو چې دا خو??ست د آئين آرټيكل 3 ٬ 184 په زمره كښې نه راځي۔ده ووئېل شاهد خاقان عباسي د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو مونږ ته حقائق وښايه۔ زمونږ په خيال د اېل اېن جي لوظ نامه د ??وو حكومتونو ترمينځه شوې وه او په لوظ نامه كښې به د ضروري څيزونو خيال ساتلې شوې وو٬ ده ووئېل خو??ست كونكې د اېل اېن جي په لوظ نامه كښې د كرپشن پلټنو له اړوندو ادارو سره خبره كولې شي٬په داسې كيسونو كښې به لاس وهنه نه كوو۔وړاندې د ريكوډېك او سټل ملز په ډول مقدمو په سوب په نړيواله توګه هېواد ته زيان رسېدلې٬په نړيواله كچه مونږه شرمندګۍ سره مخ شوي يو٬اوس به مونږ سياسي مقدمې نه شو اورېدلې۔ چيف ج??ټس ووئېل كه پلټنې غواړې نو نېب ته لاړ شه نېب آزاده اداره ده۔په هېواد كښې ادارې دې لپاره جوړې كړی شوي چې هغه قامي خزانې سره اړوندې چارې وګوري۔د ګل په ورځ د چيف ج??ټس ميا ??اقب نثار پھ مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ سماعت وكړو نو د شېخ رشيد وكيل سردار لطيف كهوسه موقف اختيار كړو چې دا مقدمه په درېم ځل عدالت ته راغلې۔درې ځله د عدالتي احكاماتو خلاف ورزي شوې۔په دې چيف ج??ټس ووئيل مونږ ته دې حقائق راكړې شي او دا دې ووئيلې شي چې وزيراعظم د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو۔چيف ج??ټس ووئيل دا مقدمه د بنيادي بشري حقونو آرټيكل پھ زمره كښې نه را??ي او مونږ سياسي مقدمې اورېدل نه غواړو۔ عدالت ووئېل نېب د كرپشن معاملې پلټنې كولې شي۔د عدالتي پرېكړو په تناظر كښې نېب ته رجوع كېدې شي٬مونږ تاسو نېب ته نه لېږو٬تاسو پخپله نېب ته رجوع كولې شي ٬ دغسې ٬عدالت د دلائلو اورېدو څخه وروستو د وزيراعظم د نااهلۍ او د اېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو لپاره دائر كړی خواستونه خارج كړل