لاهور19جنوری(اے پی پی ) د هېواد نوموړې ليكوال ٬ مصنف او ډرامه نګار منير احمد قرېشي المعروف منو بھائي د 84 كالو په عمر كښې لاهور كښې په حق رسېدلې دے ۔ د جنازې لمونځ څخه وروستو دې مياني اديره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔ دې څه مودې څخه د ګردو او زړه ناروغتيا په سو?? يو ځائي روغتو?? كښې بستر ؤ چرته چې هغه د جمعې په ورځ په حق ورسېد۔ منو بھائي د فرورۍ په 6 نېټه كال 1933ء وزیر آباد كښې زېږېدلې ؤ۔ منیر احمد قریشی باندې د منو بھائي نامه احمد نديم قاسمي اېښې وه ٬ په 7جولائی 1970ء كښې اردو ورځپاڼه كښې د هغه اولنې كالم خپور شوے ؤ۔ دې څخه وروسته هغه ورځپاڼو كښې د زرګونو په شمېر كالمونه وليكل۔ هغه پي ټي وي لپاره سونا چاندی، جھوک سیال، دشت اور عجائب ګھر او داسې نورې ځانګړې ډرامې ليكلې دي ۔ په كال 2007 كښې ورله د غوره كاركردګۍ په ترسره كولو صدارتي تمغه وركړې شوه۔ د هغه په مړينه اولس مشر ممنون حسین، وزیراعظم شاهد ??اقان عباسی، پخواني وزيراعظم نواز شریف، د قامي اسمبلۍ سپيكر ایاز صادق ، د پنجاب اعلی و??ير شهباز شریف، د تحریک انصاف چیئرمېن عمران خان ، د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو او شریک چیئرمین آصف زردار?? ، ?? مسلم لیګ (ق) مشر چوهدری شجاعت حسین او مرکزی لارښود پروېز الهي په شمول نورو شخصياتو د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ اولس مشر د غمرازۍ خپل پېغام كښې ارواښاد له د بخښنې دعا وكړه۔ هغه غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د ادب او صحافت په څانګه كښې به د هغه خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ وزیراعظم شاهد ??اقان عباسی هم د منو بھائي په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ دغمرازۍ خپل بيا?? كښې ده ووئيل منو بھائي د علم او اد?? يو داسې روښانه ستورے ؤ چې رڼا به ئې تر پېړيو پېړيو خوره وي