اسلام آباد 19 (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آ??ف غفور وئيلي چې د سېن??ټ هول كمېټۍ ته ډي جي اېم او پاكستان ته د پېښو خطرو مقابلې په اړه ان كېمره بريفنګ٬ وركړو۔ په دې خبره سل?? راغله چې هېواد او قام ته د پېښو خطرو به په ګډه مقابله كولې شي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ستمبر په اتلسمه نېټه دفاع لپاره د پارلمان مشتركه كمېټۍ د جنرل هېډكوارټرز دوره كړې وه۔ په دې موقع د كمېټۍ په تجويز سرلښكر پارلمان ته د بريفنګ وركولو پرېكړه كړې وه۔ آ??ف غفور ووئيل ډي جي اېم او د سېنېټ كمېټۍ ته پاكستان د پېښو خطرو او چېلنجونو مقابلې په اړه بريفېنګ وركړو او د لائحې په اړه ئې د كمېټۍ اعتماد ترلاسه كړو۔ دسوال او ځواب تفصيلي سېشن وشو چې پكښې په دې خبره سل?? راغله چې هېواد او قام ته د پېښو خطرو به په ګډه مقابله كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان او د پاکستان قام مضبوط دے۔ د آئي اېس پي آر ډائريكټر جنرل د سوال او ځواب پحقله ووئيل چې ډېرې ښې پوښتنې وشوې او دا نشست ډېر ښه ٶ۔