اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) پاكستان د شمالي كوريا لخ??ا د بېلسټك ميزائل په تجربه د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولې۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخ??ا د جاري شوي يو بيان ترمخه پاكستان تېره ورځ د شمالي كوريا لخ??ا د بېلسټك مېزائل پھ تجربه د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې دې ډول ګامونو سره د ابنائے كوريا او قطبي ختيزې آسيا سيمه كښې د امن او استحكام په مقاصد منفي آغېز راتلې شي۔پاكستان په شمالي كوريا زور راوړې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د داسې كا??وا??يو څخه ډده وكړي چې ورسره منطقه كښې د كړكېچن حالت سوا كېدو اندېښنه وي۔پاكستان په ټ??لو اړوند ډلو زور راوړې چې هغه دې په ابنائے كوريا كښې امن او استحكام په ځ??ې ساتلو او د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د مذاكراتو او سفارتكارۍ لاره خپله كړي