اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر احسن اقب??ل وئيلي دي چې د معېشت ښه والي او استحکام سره د ب??ري قاچاق په مسئلو قابو موندلو كښې مرسته شوې، مونږ د هر ډول قاچاق مخنيوي له لوظي يو۔ ده د نهې په ورځ په ځائي هوټل كښې د ملګرو ملتونو د نشه اي توكو او جرمونو د مخنيوي په اړه ادارې یو این او ډی سی تر سېورې لاندې کنفرنس ته خطاب کولو۔ په خپل خطاب كښې د كورنيو چارو وزیر ووئيل چې حکومت د هر ډول قاچاق مخنيوي له لوظي دے۔ ده ووئيل دا د ټولو انسانانو حق دے چې د خپلې خوښې ژوند تير ك??ي۔ ??ه ووئيل بې روزګاري او عدم استحکام د دې مسئلې لوئ اسباب دي۔ ??ه ووئيل د کنفرنس سفارشات به د دې مسئلې حل كښې مثبته لارښونه وكړي۔ ??ه ووئيل پاکستان په معاشی توګه په سم پلو روان دے او د معېشت ښه والي او استحکام سره د ب??ري قاچاق په مسئلو قابو موندلو كښې مرسته شوې۔ ده ووئيل پاکستان د افغان جنګ لوئ قیمت ادا كړے او د دې جنګ پ?? نتيجه كښې په پاکستان كښې ترهه ګري او قاچاق زيات شوي۔ ?? افغان جنګ نه پس د نائن الیون پېښې څخه وروستو هم پاکستان ته زيان رسيدلې۔ ده ووئيل پاکستان د 30 لکھ څخه زيات افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ ??ه ووئيل نړيوالو طاقتونو د پخوانې سوویت یونین په ضد کامیابی ترلاسه كولو نه پس مونږ هم دغسې پرېښودلې يو۔ په دې مهال د اېف آئی اے ډائریکټر جنرل بشیر احمد ووئيل اېف آئی اے د ب??ري قاچاق مخنيوي له د نړيوالې ورورلۍ د هڅو برخه ده۔ ده ووئيل پاکستان د ب??رې قاچاق مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔ ?? كورنيو چارو وزارت د نړيوالو ادارو په مشاورت د ب??ري قاچاق مخنيوي له كوټلې قانون سازي کوي۔(ص ف/ م ع1435)