اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خا??ان عباسي د پارلمان په غړو زور راوړے چې هغوي په خپلو سيمو كښې د روان پرمختيائي سكيمونه په وخت بشپړول باوري كړي۔هغه د ساهيوال ډويژن څخه د پاكستان مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔وزيراعظم سره ملاقات كوونكو كښې د اسمبلۍ غړو نديم عباس رابيره٬چوهدري رياض الحق٬سيد ??حم?? عاشق حسېن شاه٬راؤ ??حم?? اجمل خا??٬??حم?? معين وټو٬ سيد عمران احمد شاه٬چوهدري ??حم?? اشرف٬چوهدري ??حم?? طفيل٬چوهدري ??حم?? منير اظهر٬سردار منصب علي ډوګر٬سيد ??حم?? اطهر حسېن شاه ګېلاني او رانا زاهد حسېن خا?? شامل وو۔د پارلماني چارو دوهم وزير شېخ آفتاب احمد هم په دې موقع موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ غړو به سيمو كښې د پرمختيائي پروژو او نورو چارو په اړه خبرې اترې وشوې۔وزيراعظم ووئيل حكومت د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ډول هڅې كولو له لوظي دے۔ده ټاكلې شوو اولسي نمائندګانو ته ووئيل د اولس مسئلې رامخې ته كړې او د دغې حل لپاره خپل كردار تر سره كړئ۔