اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وز??ر سناتور مشاهد الله خان وئېلي دي چې د ټرمپ لخوا د موسمياتي بدلون د لوظ نامې څخه وتل د واورې د پړانګ استوګنو لپاره نيغ په نيغه د خطر سبب جوړ شوي٬په پاكستان كښې د واورې د پړانګ د تح??ظ هڅې په 1970 كښې پیل شوي دي٬د واورې د پرانګ د تحفظ فاؤنډېشن جوړول يوه بله مهمه كاميابي ده۔ده دا خبرې په كرغزستان كښې د واورې د پړانګ په اړه د لوړې پاې غونډې ته د وېنا كولو پھ مهال وكړی۔ده ووئيل چې د واورې د پړانګ تحفظ لپاره په پاكستان كښې ښه هڅې شوي دي ا?? د پاكستان حكومت په دې لړ كښې ډېره مرسته كړې۔د واورې د پړانګ د تحفظ ستراتېژېكي پلان په 2007 كښې منظور كړی شوې وو۔ده ووئيل چې بېلا بېلو ادارو په دې تګلاره عمل پېل كړی۔ده غونډه د و??يراعظم د ګرين پاكستان پروژې څخه هم خبره كړه۔د يادونې وړ ده چې د كرغزستان اولس مشر په بشكيك كښې د جمعې پھ ورځ د دې غونډې پرانسته وكړه۔په غونډه كښې د 12 هېوادونو وز??رانو او مشرانو ګډون وكړو