اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پا??ستان او چين د منطقې پرمختګ او خوشحالې لپاره يو ډول ن??ر لري٬ دواړه هېوادونه د پرمختګ په شريك وژن كښې شراكتدار دي٬ د چين او پا??ستان دوستې يو لازوال تاريخ ??ے٬ چين او پا??ستان په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ دواړه هېوادونه د آسيا تقدير بدلولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پا??ستان په دوره راغلي د چين د نېشنل پيپلز كانګرېس قائمه كمېټې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د قائمه كمېټې وائس چيئرمېن ??انګ چنژان په مشرې ده سره د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پا??ستان او چين اړيكې په يو نوي دور كښې داخلې شوې دي٬ دواړه هېوادونه د پرمختګ په شريك وژن كښې شراكتدارا دي۔ د سېنېټ چيئرمېن پلاوي ته د چين په وړومبي امپورټ اېكسپو كولو مباركي وركړه او وې وئيل چې دا اېكسپو پا??ستان لپاره ډېره مهمه وه۔ د پا??ستان وزيراعظم عمران خان هم په دې كښې ګډون وكړو۔ ده د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د سماجي پرمختګ د حكمت عملې ستائنه وكړه۔ په دې موقع چينائي پلاوي د بلوچستان زده كوونكو ت?? په تكنيكي څانګو كښې د تربيې وركولو او د دوي د مهارت زياتولو په اړه باور وركړو۔ د ملاقات يو شمېر سناتوران او د سېنېټ سپېشل سېكتر محمد انور هم موجود و۔