اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي چې د قانون ماتونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي٬املاك او بې ګناه وګړو ته د زيان رسونكو شرخوښو عناصرو په ضد به سخته كاروائي كېږي۔ده دا خبر?? د ??توار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل چې دوه ورځې قوم په اضطراب كښې و٬په دې مهال څه خلكو قانون په لاس كښې اخست?? و۔ده ووئيل چ?? د ??رخوښو عناصرو فرانزك رېكارډ ترلاسه كولو لپاره د پي ټي اے چيئرمېن او سائبر كريم ونګ ته هدايت جاري كړې شوي دي۔ده وئيل چې په سوشل مېډيا د شر او كركې مواد خپرونكو په ضد به هم كاروائي كولې شي۔په دې لړ كښې د نادرا پشمول اېف آئي اے او نورو اړوند ادارو سره په تماس كښې يو۔د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل چې د مواصلاتو وزارت په دې لړ كښې اقدامات كړې دي او عكسونه يې اړوند ادارو ته لېږلې دي۔ده ووئيل چې په موټروے د رامينځ ته شويو پیښو پلټنې هم روانې دي٬حكومت د خپلو ف??ائ??و نه خبر دې٬ډېر زر به حقائق قوم ته وړاندې كړې شي