اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د اوبو كمي سره مخ دے٬د حكومت سره سره به ټولو وګړو له د اوبو ضائع كېدو مخ نيوي او د هغې استعمال ښه كو??و له كردار ترسره كو?? وي٬د زرعي مقاصدو او په ښارونو كښې د اوبو استعمال كه په ښه ډول وشي نو د اوبو ضائع كېدو مخ نيوي كېدې شي۔د جمعې په ورځ د اوبو په معامله خپل پېغام كښې ده ووئيل نن په يوه م??مه مسئله د قام په وړاندې د خپلو خيلاتو شرېكول غواړم۔ده ووئيل تر ټولو لويه م??مه خبره دا ده چې پاكستان د اوبو كمي سره مه دې او د اوبو د كمي مسئله د ګلوبل وارمنګ په اړه هم ده۔ده ووئيل په پاكستان كښې اوبه ضائع كېږي هم ځكه چې مونږ په كو?? ډول اوبه استعمالوو هغه ښه طريقه نه ده۔ اولس مشر ووئيل چيف جسټس د بندونو جوړولو لپاره جې د فنډ كو?? كار چې پېل كړې د هغې مرسته وزيراعظم هم ??ړې۔په دې حقله د سمندر پورې پاكستانيانو ته په خاص توګه غږ كو?? چې دې پلو پام لرنه وكړي۔ده ووئيل دا وخت هم ??اكستان كښې د اوبو كمې دے خو په سباؤن كښې د زيات كمي امكان دے۔ده ووئيل پھ دې حقله د اولس پام د دوو څيزونو پلو راګرځول غواړم۔ اولش مشر عارف علوي ووئيل حكومت به دا هڅه كو?? چې زرعي فارمنګ په ښه ډول وكړی شي او اوبه ضائع نه شي۔ده ووئيل په دې حقله د كركيلې مقاصدو لپاره ډرپ ايريګېشن يا سپرے ايريګېشن او لائنګ آف واټر كينال او واټر ويز ته پام لرنې ته اړټيا ده۔ده ووئيل دا حديث مبارك هم دے كه درياب په خوا كښې هم څوك چاراندام كو?? نو د اوبو په استعمال كښې دې اختياط وكړي۔ده ووئيل بايد په ښارونو كښې وګړي هم دغسې وكړي۔ اولس مشر ووئيل د ژوندي قامونو دا مثال وي چې ټول خپلې ذمه واري تر سره كو?? ۔