لندن 25 اګست (اے پي پي﴾ اولس مشر مم??ون حسېن د بدعنوان عناصرو د احتساب او د بدعنوانې په ضد د اقداماتو كولو په ضرورت ټينګار وكړو۔ اولس مشر مم??ون حسېن په لندن كښې په هوائي اډه پاكستاني خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې هغه په هېواد كښې د بدعنوان عناصرو د احتساب په حق كښې دے۔ ده ووئيل چې دا د الله قا??ون دے چې كله څوك په كومه بدعنوانې كښې ككړ وي يا په سمدستي توګه يا ناوخته د جرم په تحقيقاتو نيول كېږي۔ د اولس مشر هركلې په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر صاحبزاده احمد خان په هوائي اډه وكړو۔ اولس مشر د برتانيې دورې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې هغه په اېډن برګ كښې د رائل كالج آف فزيشنز په بلنه راغلې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د بدعنوان عناصرو احتساب بايد ضرور وشي خو بايد دا عمل په ايماندار?? سره د ټولو په ضد ترسره شي۔