كوئټه 12 جون (اے پي پي) د بلوچستان 11 كسيزه نګران كابينې سوګند پورته كړو٬ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاؤس كښې وشوه۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي د نګران كابينې د غړو څخه سوګ??د واخستو۔ په سوګند پورته كوونكو كښې عبدالسلام خان ،امام بخش بلوچ، منظور قزلباش،نصراللہ خلجی ،فېض کاکړ،حافظ خلیل احمد ،ملک خرم شهزاد ،محترمه فرزانه علي احمد،نوید کلمتي ،آغا ??مر بنګلزئي او عنایت اللہ کاسي شامل دي۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د بلوچستان نګران وزيراعلٰي مير علاؤالدين مري پشمول اعلٰي چارواكو او د ژوند بېلا بېلو څانګ?? سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو۔