اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾??ول?? مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬اروپائي ائتلاف پ?? پاكستان كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په لړ كښې د قدر وړ مرسته كړې٬پ?? پاكستان كښې عسكريت خوښۍ او عسكريت خوښو لپاره هېڅ ځاې نشته٬پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره پوره اخلاص سره كار كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل مزمت كوي او دې مقصد لپاره د پاكستان د خاورې كارول كېدو سوال هم نه پېدا كېږي۔ده دا خبرې د اروپائي ائتلاف د عسكري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كوستاراكوس سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په ??يو??ن صدر ??ول?? مشر سره ملاقات وكړو۔په دې موقع د دفاع وزارت او د ??يو??ن صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔??ول?? مشر ووئيل چې د جنرال ميخائل كوستاراكوس دورې سره به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په د??اع كښې د مرستې نورې لارې هم پرانستلې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د منطقې د اقتصادي پرمختګ٬استحكام او د خوشحالۍ پروژه د??٬په بشپړه توګه د دې پروژې فعاله كېدو سره به په منطقه كښې ناامني ختمه شي۔??ول?? مشر په افغانستان كښې د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو ښه كردار وستائېلو او وې وئېل چې هيله د?? د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه به په سباؤن كښې د مرستې لړۍ روانه وي۔??ول?? مشر ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو غېر معمولي ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ده په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د هند په خلا?? ورزۍ او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سړغړونو اندېښنه وښودله او وې وئېل چې نړيواله ټولنه دې د دې مخ نيوي لپاره خپل كردارترسره كړي