ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د موټرو جوړ??و کمپنۍ رینالټ۔نسان له پھ پاکستان كښې د سرمایه کارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان به تر 2023ء په كلنه توګه د 5 لکھ موټرو مارکیټ جوړ شي۔ ده د رینالټ۔نسان چیئرمېن کارلوس ګھوسن سره خبرې اترې كولې ،چا چې د نړيوال اقتصادی فورم په م??قع ډیووس كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل رینالټ۔نسان پاکستان كښې دې د سرمایه کارۍ جاج واخلي ٬رینالټ، کِیا، هندائی او نورې د موټرو جوړ??و کمپنۍ د پاکستان مارکیټ ته نن??ځي چرته چې ټویوټا، هنډا او س??زو??ی وړاندې څخه كار كوي، رینالټ۔نسان دې پاکستان كښې د خپلې سرمایه کارۍ كولو جاج واخلي۔ په دې مهال کارلوس ګھوسن د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل رینالټ به خپل جدید مصنوعات او ټیکنالوجی پاکستان ته راوړي۔ ده ووئيل پاکستان د كال 3 لکھ موټر یونټس مارکیټ لرې چرته چې آټو موبائلز او آټو پارټس لپاره پراخه ګنجائش شته۔ په دې موقع د نېشنل هیلتھ سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ، د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې دوهمه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ۔