اېبټ آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی)ائیر مارشل (ر) اصغر خان اېبټ آباد كښې جنازې لمونځ څخ?? وروستو سركاري درناوي سره د پلار نيكه سيمې نواں شهر په مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د پاك هوائي ځواك يوې چمتو ډلې او جنګي الوتكو ده ته سلامي وړاندې كړه۔ د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ څخ?? وروستو د ارواښاد مړې د نواں شهر مقبرې ته ورسولې شو چرته چې دې سركاري درناوي سره خاورو ته وسپارلې شو۔ دې څخ?? وړاندې په نور خان هوائي ??ېدان هم د ائیرمارشل (ر) اصغر خان د جنازې لمونځ وكړې شو كوم كښې چې وزيراعظم د وفاقي كابينې غړو ٬ د وسله والو ځواكونو مشرانو او چیئرمېن جائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ ګډون وكړو۔ د پاك فضائيه چمتو ډلې ارواښاد ته سلامي وړاندې كړه۔ بلخوا د پاك فضائيه اولني مشر په مړينه په سوګ كښې قامي ??ېرغ ټيټ پاتې كړې شو۔ اصغرخان د جمعې په ورځ سي اېم اېچ پنډۍ كښې په حق رسېدلے ؤ۔