اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير س??اتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د سعودي عرب سفیر نواف سعید المالکي د ګل په ورځ ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د دواړه هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه په اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د خزانې وزير ووئيل دواړه هېوادونه د دوستۍ او ورورولۍ قوي اړيكو كښې يو بل سره تړون لري او په ټولو څانګو كښې د شراكت دارۍ ??رس??ې نه استفاده كوي۔ ده ووئيل پاكستان په اقتصادي څانګه كښې ??رس??ې ته د ودې وركولو د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ د سعودي سفیر نواف سعید المالکي ووئيل زه به تر ډېره حده هڅې كوم چې دوه اړخيزه ??رس??ه په خاص توګه اقتصادي او تجارتي اړيكې لا زياتې شي۔