اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د داؤدي بوهره ټولنې پلاوي ?? نائب صدر فېضي حكيمي او د مستنصر اېچ پونا والا په مشرې كښې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي وزيراعظم ته د چوكۍ په سن??الولو مباركي وركولو سره د بوهره ټولنې لارښود سيدنا مفضل سېف الدين لخوا نېكې هيلې ورسولې۔ وزيراعظم د بوهره ټولنې په خاص توګه د سماجي ښېګړې او اقتصاد په چارو كښې خدمات ستائيلو سره پلاوي ته باور وركړو چې حكومت به د بوهره ټولنې د هغوي د انسا??ي همدردۍ په خدماتو او سماجي كارونو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعظم هم سيدنا مفضل سېف الدين لپاره د نېك?? هيلو څرګندونه وكړه او وې وئيل چې هغه د ده د پاكستان د دورې په انتظار دے۔ په پلاوي كښې جذير بھاؤ صاحب٬ كومېټ يونس٬ منصور اجمېر والا٬ ذوالفقار آدم او حسېن كومېل شامل وو۔