اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) د سينيټ چ??ئر??ین محمد صادق سنجرانی وئيلي دي د سی پیك ترمخه روانې پروژې او ګوادر كښې روان پرمختيائي پراجیكټس به زر تر زره بشپړولے شي او د هغې ميوې به د بلوچستان ??وبې او نورو پسماندہ سيمو اولس ته ورسولے شي۔ د سینیټ سیكټريټ لخوا جاري بیان له مخې د سينيټ چ??ئر??ین د دې خيالاتو څركندونه د پاكستان ?? پارلماني خذماتو ادارې هيډكوارټر كښې د چین سفیر یاوَجنګ سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د سی پیك پشمول په پرمختيائي پروژو او د كرونا وائرس له امله په رامخې ته شوې صورتحال او نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندوه وشوه۔د سينيټ چ??ئر??ین ووئيل بلوچستان يوه مهمه صوبه ده او حاجت د دې خبرې دے چې د سی پیك ترمخه پيل شوې پروژې زر تر زره بشپړې كړې شي۔ ده ووئيل د پرمختيائي عمل په سوب د صوبې د اولس معیار ښه كيدے شي او د دې عمل تندولو ته ا??ټيا ده۔ د چین سفیر سره په خپلو خبرو كښې د سينيټ چ??ئر??ین ووئيل پاكستان ??و په خاص توګه بلوچستان كښې سرمایه كارۍ لپاره پراخه موقعې شته او د چین سرمایه كار به ګڼو څانګو كښې سرمايه كاري كولے شي د كومو ګټه چې به چې د بلوچستان ??ولس ته ورسيږي او په ځائې كچه به د روزګار موقعې راپیدا شي