پېښور 03 جون (اے پي پي) د شمالي وزيرستان په شېواه تحصيل كښې د چت لوېدو پ?? پېښه كښې د مړو شوو 6 ماشومانو كورنيو ته د يو كس په سر د درېو درېو لكه روپو چېكونه وركړې شوي او ژوبل شوو ته د يو كس په سر د يو لك روپو چېكونه وركولې شي. د شمالي وزيرستان د ځائي انتظاميې يو چارواكي ووئيل تېره ورځ د شېوه په زېرجان كوټ سيمه كښې په ديني مدرسه كښې د قرآن پاك درس په مهال د چت لوېدو پ?? پېښه كښې 6 ماشومان په حق رسېدلي وو. د دوي كورنيو ته صوبائي وزير ??قبال وزير ??و د شمالي وزيرستان ډپټي كمشنر د كوم تاخير نه غېر چېكونه وركړي.