اسلام آباد 11 جنوري (ا?? پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اېران لخوا د مسافرو د الوتكې د پېښې چې كوم اعتراف راغلې، دې سره په تشويش كښې د كمي هيله ده، د وزيراعظم په هدايت اېران، سعودي او امريكې ته ځم. د خالي په ورځ په يو وېډيو پېغام كښې خارجه وزير ووئيل چې د پاكستان ??ا دريځ دے چې دا منطقه نور تاٶ تريخوالې يا جنګ نه شي زغملې. مونږ به تاٶ تريخوالې كمولو لپاره خپل كردار ترسره كوو.ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران ??ان په هدايت اېران ??ه ځم، هلته به ايراني مشرانو سره ملاقات كوم، بيا به سعودي ته ځم او د سعودي خارجه وزير سره به هم ملاقات كېږي. د دې نه پس به امريكې ته هم ځم. ده ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې د اېران ??و امريكې كړكېچ كم كړے شي. ده ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ د اوسني بيان نه هيله پېدا شوې.