لاهور 30 ن??مب?? (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په سموګ او ماحولياتي الودګۍ قابو موندلو لپاره ?? جامع پروګرام اعلان كړے او وئيلي ئې دي چې تر كال 2020م به پټرول په يورو 4 منتقل كړو، په ښار كښې دننه به بسونه هائبرډ يا په برېښنا چلولې شي، د خښتو بټې په زګ زېګ ټېكنالوجې چلولو لپاره ??ه مراعات وركولې شي، په لاهور كښې په لس كلونو كښې 70 فيصده ونې ريبل شوې دي. د خالي په ورځ په لاهور پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په م هال وزيراعظم د لاهور، ګوجرانواله، فېصل آباد پشمول د هېواد په نورو ښارونو كښې په سموګ او ماحولياتي الودګۍ قابو موندلو لپاره ?? جامع پروګرام اعلان وكړو. وزيراعظم ووئيل چې د سموګ په نتيجه كښې مشران او ماشومان آغېزمن كېږي او دې سره ?? ساه ناروغې په تندې سره ??پرېږي. ده ووئيل چې ماحولياتي الودګي يو خاموش قاتل دے، دا مسئله يوازې په لاهور، ګوجرانواله، فېصل آباد كښې نه ده بلكې په ك??اچې او نورو ښارونو كښې هم ده. وزيراعظم په ماحولياتي الوګۍ قابو موندلو لپاره ?? اقداماتو اعلان كولو سره ووئيل چې مونږ د 50 نه تر 60 فيصده پېټرول د بهر نه راوړو، اوس حكومت تر كال 2020 پ??ټرول په يورو 4 د منتقل كولو پرېكړه كړې. دې سره ??ه په فضا كښې په بهترې كښې 90 فيصده آغېز وشي. وزيراعظم د هېواد آئل ريفائنريو ته په درې كاله كښې دننه د خپلې ټېكنالوجې بهتر كولو هدايت وكړو. وزيراعظم ووئيل چې د وريژو فصل سوځولو په ځائ به په ك??ر راوستلې شي. د دې نه علاوه په لاهور كښې به په 60 زره كناله زمكه ځنګلات كرلې شي. دې سره ??ه هم هوا پاكه شي. وزيراعظم ووئيل چې د تېرو 20 كلونو په مهال حكومتونو په ماحولياتي الودګې قابو موندلو لپاره ??قدامات نه دي كړي. ده ووئيل چې الېكټرك ګاډو لپاره ??ټو انډسټرې سره ??برې روانې دي. د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې به په درې كلونو كښې ماحولياتي الودګي په ځانګړې توګه كمه شي.