ګلګت ۔ 01 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګلګت ب??تس??ان اولس ته د آزادۍ په ورځ مباركي ور??ولو سره وئيلي دي د ګلګت ب??تس??ان اولس قرباني ور??ولو سره خپله سيمه ډوګره راج څخه آزاده كړه۔ دا سيمه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ستره دروازه ده۔ په نړۍ كښې د ګلګت ب??تس??ان نه زياته ښكلې سيمه بله كومه نشته۔ مونږ سېلګرۍ ته وده ور??ولو له د نړۍ د 70 هېوادونو سېلګرو له د وېزې عمل آسان جوړ كړې دې۔ د سېلګرۍ ودې سره به سيمه كښې خوشحالي راشي۔ د هند وزيراعظم نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې خپله آخري پته كارولې ده۔ د نړۍ كوم قوت د كشميريانو د آزادۍ لار نيولې نه شي۔ د كرفيو پورته كېدو سره سمدستي به د انسانانو سمندر بهر راوتلو سره د آزادۍ غوښتنه پېل كړي۔ پاكستانې اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔ د كشميريانو سفير او ترجمان يم۔ په ټوله نړۍ كښې به د دوئي وكيل جوړېدو سره د دوئي وكالت كوم۔ ده ګلګت كښې د آزادۍ ورځ پرېډ ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل په كال 1947ء كښې د ګلګت ب??تس??ان اولس د آزادۍ جنګ كړې او په كال 1948ء كښې ډوګرہ راج څخه ئې خپله سيمه آزاده كړه۔ د 1947ء اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د كلمې طاقت مونږ انسانانو ته سر ټيټولو له نه ور??وي۔ پاكستان يوازنې هېواد دې كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې۔ د مدي??ې رياست زمونږ لپاره نمونه ده او دغې رياست د نړۍ لوئې قوتونو ته ماتې ور??ړې وه۔ پاكستان د لوئې څښتن يوه ډالۍ ده مونږ له به دا د اصولو ترمخه مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده ووئيل ګلګت ب??تس??ان د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ ګېټ وے حېثيت لري۔ چین نړۍ كښې پرمختګ كوؤنكې لوئې هېواد دې او دا سيمه مونږ چين سره تړي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې اولس نن ظلم سره مخ دې۔ نرېندر مودي چې د اګست په 5 مه نېټه څه كړي دي هغه خپله آخري پته كارولې او اوس چې كله كرفيو پورته شي نو د انسانانو سمندر به بهر راوځي او د آزادۍ غوښتنه به كوي۔ وزیراعظم ووئيل 52 كاله وړاندې زه ګلګت ب??تس??ا?? ته راغلې ووم دغه وخت دې س??مې دومره ترقي كړې نه وه۔ ده ووئيل ما ټوله نړۍ كتلې ده ولې كومه ښكلا چې زه دلته وينم چرته مې ليدلې نه ده۔ ده ووئيل د نادرن لائیټ انفنټری ځوانانو په كارګل او نورو محاذونو د نه هېرولو وړ قربانۍ ور??ړې دي۔ پاک پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلو سره هېواد محفوظ كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به پخپلو پښو ودرول وي او دا قوم به نړۍ له يو مثال جوړ شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د شهيدانو يادګار ته لاړو او په هغې ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې مهال د پاك پوځ چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ د ګلګت ب??تس??ان ګورنر او اعلی وزير هم په دې موقع موجود وو