اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د برېښنا او پیټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې به تر دسمبر 100 فيډرې د برېښنا غلا څخه پاكې كړی شي٬په كومو به چې لوډ منيجمنټ هم زيرو كړې شي ٬ په دغې فيډرو ك??ر روان دے٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان سره په اسلام آباد كښې په يو ملاقات كښې وكړه۔په دې ??وق?? د خزانې صوبائي وزير تيمور جهګړا٬د توان لپاره صوبائي صلاحكار حمايت الله خان٬جهانګير خان ترين٬د پاور ډ??يژ?? سېكتر او نور افسران هم موجود وو۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا صوبې برېښنا ??و ګاز په اړه په چارو خبرې وشوې۔عمر ايوب خان په صوبه كښې د صنعتونو او كاروبار ودې لپاره د برېښنا٬ګاز او پیټروليم څانګې د اړخه د مرستې او د ټولو اقداماتو باور وركړو۔ده ووئيل د برېښنا ??و ګاز مهمې منصوبې په خېبرپښتونخوا كښې پېل شوي۔ده ووئيل قامي نظام كښې زياته برېښنا موحود ده او مونږ هڅه كوو چې زياتو سيمو له د تعطل نه غېر برېښنا وركړو۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د برېښنا غلا او بل نه وركوونكو په ضد د پاور ډ??يژ?? سره د مرستې كولو د عزم پخلې وكړو۔ده ووئيل په دې لړ كښې به صوبائي حكومت د پيسكو هر ډول مرسته كوي