بیجنګ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم ??مر??ن ??ان به راروانه اونۍ د چين په سركاري دوره بيجنګ ته رسي۔ د خپلې دورې په مهال به وزریراعظم ??مر??ن ??ان د چین اولس مشر شی جن پنګ ٬ وزیراعظم لی کی کیانګ او چينائي لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې د منطقې او د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې به د سی پېک ترسېوري لاندې د بېلو منصوبو په پراختيا ٬ سي پېك فرېم ورك سره سره كركيلې ٬ صنعتي او معاشي او اقتصادي څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم ??مر??ن ??ان به چائنا پاکستان بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔ دې به د خپلې دورې په مهال د بېلو چينائي كمپنيو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔ د وزیراعظم ??مر??ن ??ان دورې په مهال به د چين پاكستان آزاد تجارت لو??نامې په دوهم پړاؤ د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې د دواړو تزويراتي همكارانو هېوادونو ترمينځھ معاشي او تجارتي اړيكو ته لا پراختيا وركړې شي۔ دا خبره دې ښكاره چې دا به د وزیراعظم ??مر??ن ??ان په يو كال كښې د چين درېم دوره وي۔ وزیراعظم تېر كال نومبر كښې د چين خپلې اولنۍ دوره كښې په اولني چائنا انټرنېشنل امپورټ اېکسپو كښې ګډون كړې وو۔ د روان كال په مهال اپرېل كښې وزیراعظم ??مر??ن ??ان بيا د چين دوره وكړه او بيجنګ كښې نړيوالې مرستې ته وده وركولو له راجوړ كړې شوي دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم ??ښې ئې ګډون وكړو