اسلام ??با?? 24 ??ګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئترېس سره په ټيليفون خبرې وكړې۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته به په مقبوضه جمو او كشمير كښې بې ګناه وګړي د هندي ظلم نه بچ كولو٬ د كرفيو ختمولو او د ??با??ې تناسب بدلولو د مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كول وي۔ كه نړيوالې هڅې شنډې شوې نو كشميريان د مزاحمت ټول آپشنز كارو??ې شي۔ هند جعلي فلېګ آپرېشن كو??ې شي۔ ده ووئيل چې د سرينګر د هوائي اډې نه د نړۍ د لوي جمهوريت دعوېدار هندي حكومت د فسطائيت بدتره مثال دے۔ د خبرو په مهال په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو او د هند د يو اړخيزه اقدام نه پس د منطقې د امن او امان په خراب صورتحال خبرې وشوې۔ عمومي سېكتر ووئيل چې مونږ په صورتحال نظر ساتلې۔ ملګري ملتونه به په دې لړ كښې كردار ترسره كوي۔