اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په هوائي ميدانونو د کرپشن په ضد د زیرو ټالرینس پالیسی خپله كړئ ، په هوائي ميدانونو د بيلو ادارو ترمينځ?? مشاورت دې لا زيات كړې شي دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې ورمخې ته نه شي۔ ده دا سپارښتنه د ه??ائي ميدانونو ښه انتظام او په خاص توګه مسافرو ته د پېښو ستونزو لرې كولو پھ اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير بریګیډیئر (ر) اعجاز شاہ، د كورنيو چارو سيكتر میجر (ر) اعظم سلیمان خان، د نارکوټکس کنټرول سيكتر امجد جاوید سلیمی، د ه??ا بازۍ سيكتر شاہ رخ نصرت، د اینټی نارکوټیک?? فورس ډی جی میجر جنرل محمد عارف، د ه??ائي ميدانونو د امنيتي ځواكونو ډی جی میجر جنرل ظفر الحق، د اېف آئی اے ډی جی بشیر میمن او نور سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد په هوائي ميدانونو ښه انتظامات او پھ خاص توګه مسافرو ته پھ هوائي ميدانونو امنيتي ، امیګریشن او نور ضروری مراحلو په مهال په پېښو مسئلو او د هغې په حل كولو تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل سرمایه کارۍ، سیلګرۍ ودې او بهر هېوادونو كښې پاکست??نی??نو ته هر ډول اسانۍ وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکست??نی??ن د هېواد قیمتی اثاثه ده ٬ د هغوي مسئلو حل كولو ته پام لرنه وكړئ۔ ده ووئيل په هوائي ميدانونو د بيلو ادارو ترمينځه کوآرډینېشن لا زيات كړئ دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې نه ورمخې ته كېږي۔