پېښور ۔20اپرېل (اے پی پی) پېښور پوليس د ايسټر په موقع ښار كښ?? ټولو مسيحي عبادت ځايونو ته فول پروف سېکیورټی وركولو له خاص سېكورټي پلان جوړ كړې دې۔ د سېكورټي پلان ترمخه مسيحي عبادت ځايونو ته اضافي امنيت وركړې شوې دې چې ترمخه ئې د لېډیز پولیس، واک تھرو ګېټس او سنیفر ډا??ز ډلو سره سره به په مجموعي توګه 700 ځوانان د امني?? فرض ترسره كوي۔ اېس اېس پی آپرېشن ظهور بابر آفریدی تېره ورځ د مسيحي عبادت ځايونو دور?? وكړه۔ ده په سېكورټي انتظاماتو د اطمينان څرګندون?? وكړه۔ اېس اېس پی امنيت لا ټينګولو له په ډيوټۍ موجود اهلكارو ته هدايات هم وركړل۔ بلخوا مسيحي لارښودو د امنيت په فول پروف انتظاماتو كولو د پېښور پوليس منن?? وكړه۔