اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سعو??ي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان په درخواست د سعودي عربستان زندانونو نه د 2107 پاکستانو بنديوانو وګړو په فوري توګه د راخوشې كولو امر كړې۔ خارجه وزير دې ځائې څخه جاري كړې بيان كښې وئيلي دي سعو??ي ولي عهد د وزيراعظم عمران خان په درخواست د سعودي عربستان په زندانونو كښې د بنديوانو پاكستانو وګړو په سمدستي توګه د راخوشې كولو امركړې په كوم چې مونږ د ولي عهد مننه كوو۔ ده وو??يل دا زمونږ لپاره لوئ خبر دے ولې چې د هغه پاكستانو كورنيو غ?? واورېدلې شوې كومو چې د اوږدې مودې راه??ې درخواستونه كول۔ خارجه وزير وو??يل زه د خپل اړخه او د پاكستاني اولس لخوا د ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د زړه له كومي نه مننه كوم۔ دې وو??يل د خېر سګالۍ دې ګام سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مستحكمې شي۔