اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سي ډي اے ته په لسو ورځو كښې اسلام آباد كښې د څو منزلونو ودانيو لوړوالي په اړه د پاليسۍ جاج اخستو او د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانو??و له په يوه اوونۍ كښې د لائحه عمل وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي اسلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل اسټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركو??و لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړو??و لپاره دې آسانۍ وركړې شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د ګڼ منزله ودانيو جوړولو اجازې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان، ??عی?? الحق، د هوابازۍ سې??تر شاہ رخ نصرت، د سي ډي اے چیئرمېن عامر احمد علی او نورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته اسلام آباد كښې د کثیر المنزله ودانيو جوړولو په اړه په موجوده ضابطو او قوانينو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل اسلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل اسټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركو??و لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړو??و له دې آسانۍ وركړې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د ايوي اېشن ډويژن او سي ډي اے ته په راتلونكو لسو ورحو كښې ھغه سيمې په ګوته كړئ چرته چې د هوابازۍ له مخې به کثیر المنزله ودانۍ نشي جوړېدې ٬ هڅه دې وكړې شي چې د دې سيمو شمېره کمه وي۔ سي ډي اے به اسلام آباد كښې د موجوده ??دانيو په ګڼ منزله دوانيو بدلو??و لپاره قواعد او ضوابط مرتب كوي۔ وزیراعظم امر وكړو سي ډي اے دې د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانول او تندو??و لپاره په يوه اوونۍ كښې لائحه وړاندې كړي او په ھغې كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې آټومېشن (د خودكارۍ نظام) او لږ نه لږ انساني عمل دخل دې وي۔ وزيراعظم امر وكړو سي ډي اے دې په راتلونكو لسو ورځو كښې د ودانيو لوړوالي پحقله د پاليسۍ جاج واخلي۔ وزیراعظم دا هم امر وكړو چې د كچه آبادۍ په ځايونو د کثیر المنزله ودانيو جوړوول په اړه دې هم د سباٶن لائحه مرتب كړۍ شي