اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان عمر له د ملګرو ملتونو او د هغې د چارټر د اصولو په ثابت قدمۍ سره ??لاتړ كوي او ملګرو ملتونو كښې به خپل بشپړ كردار ترسره ??وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريه فرنينډا اسپينوسا سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ??يدل۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې پام پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو ظلمونو پلو راوګرځولو۔اولس مشر ووئيل د پاكستان قاغمي ايجنډا د ملګرو ملتونو د كوټلي پرمختګ اهدافو سره بشپړ مطابقت لري۔ده ووئيل پاكستان په دې وياړ لري چې د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې ګډون كولو سره ??ړيوال امن كښې كردار ترسره ??وي۔ده ووئيل مونږ به د محفوظې او څوكالۍ نړۍ لپاره خپل كردار ترسره ??وو۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اصلاحات په حقله اولس مشر ووئيل د ټولو غړو هېوادونو ل??اره دا مهمه معامله ده۔ده ووئيل پاكستان د اصلاحاتو عمل په اتفاق سره ??خ په وړاندې بوتللو ل?? خوښي لري۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ووئيل مونږ ملګري ملتونه د نړۍ پارلمان او يو داسې اداره جوړولو ل?? خوښي لرو كومه چې د ټولې نړۍ ډ اولس حاجتونو په حقله كردار تر سره ??ي۔اولس مشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ مشرې ماريا فرنينډا وژن وستائېلو او هيله يې څرګنده كړه چې د دې په مشرۍ كښې به ملګري ملتونه لا قوي شي او د شخړو څخه بچ كېدو او د جمو كشمير پشمول پھ ايجنډا د ټولو مهمو شخړو هواري له به پھ دې لړ كښې د ذكر وړ پېشرفت وشي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د هغې په اعزاز كښې ايوان صدر كښې ملمستياﺀ هم وركړه۔