لاهور 29 دسمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې د ټكټ نه غير مزل كونكو په ضد كمپائن پيل كړې شوې ، په 6 ورځو كښې 6 زره څخه زي??ت كسان نيولو سره 7 كروړه روپۍ ترلاسه شوې، د سكهر ډی اېس سټاف له د ټكټ نه غير مزل كونكو په نيولو تر ټولو زي??ت كار كولو د 10 ورځو تنخا د انعام په توګه وركولې شي، د پوښتنو وروڼو په خواست د رحمان بابا ایکسپریس سره يوه ډبه د ميرمنو لپاره بيله كړې شوي٬ كه حاجت پېښ شو ن?? په ټولو ټرينونو كښې به يوه ډبه اکانومی کلاس د ميرمنو لپاره بيلولې شي دغسې چې هغوي د خپلو بچو سره محفوظ مزل وكړې شي۔د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد لاهور كښې د ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وګړو ته خواست وكړو چې د ټرين په چ??تو??و د مزل څخه ډډه وكړي دا يو خطرناك عمل دې۔ ده ووئيل كه د ريلوے آفسر یا کوم ټكټ کلکټر د مسافرو سره په تهذیب او ادب سره خبره ونه كړي نو ن??غ په نيغه دې ماته ګيله وكړې شي۔ د مینډ لیول کراسنګ په اړه د ريلوے وفاقی وزیر ووئيل په راروان ملاق??ت كښې به چیف منسټر سره خبره كوم ، کے پی کے او بلوچستان كښې د دې مینډ لیول کراسنګ مسئله زياته نه ده څومره چې پنجاب او سندھ كښې ده ٬ د دې به څه حل راوېستلې شي۔