اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي حكومت او پاك پوځ غواړي چې هند سره د 70 كلونو نه روانه بيانيه بدله شي٬غوره اړيكې د دواړو په ګټه دي٬هندې مشرتابه او دانشوران چې څومره زر په دې پوهه شي چې د كشمير په اړه په حقيقت اډانه رويه به خپلول وي نو دومره زر به دا مسئله حل شي٬دوه اړخيزه اړيكې به ښھ شي او مونږ مخ په وړاندې تللې شوو ٬كشمير زمونږ د وجود د برخې مثال لري د كوةم دړد غم چې مونږ ته رارسي ٬په پا??ست??ن كښې په د روانې ه??دي س??ار??سرډ ترهه ګرۍ مقصد په مقبوضه كشمير تلسط په ځاې ساتل دي٬هند دې په كشمير كښې د ناكامې بوج په پا??ست??ن نه اچوي٬آزادي د زړه دننه جذبه ده٬د زړه بيانيه عسكر نشي فتح كولې او نه د جذباتو خپلولي په پوځي تلسط٬ډزو او بمونو سره ختمېدې شي٬په كشمير كښې چې څومره هم پوځي طاقت وكارولې شي دومره به زيات زيان كېږي٬د كشمير مسئلې يوازنې لاره خبرې اترې دي۔ده د جمعې په ورځ آل ??ار??يز حريت كنفرنس آزاد جمو كشمير پا??ست??ن چېپرټر تر سيوري لاندې سېمينار ته خطاب كولو ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د كرتار پولې پرانستلو په اړه دستورې له راغلو ه??دي خبريالانو ته په ښكاره ووئيل يوازنۍ لاره د امن ده٬دروازې٬ راهدارۍ او ګيټ امن ل??ار?? جوړولې شي۔ده ??وئيل دا خبره د دواړو هېوادونو په ګټھ ده چې دوه اړخيزه اړيكې دې غوره وي او دا اړيكې هله غوره كېدې شي چې كله د كشمير په مسئله ځان پوهه كړې شي٬ ده ??وئېل پا??ست??ن مقبوضه كشمير ته د يوې ښكلې زمكې نه د انسانيت په نظر ګوري٬د كشمير اولس زمونږ د وجود برخه ده٬مونږ د هغوي تكليف محسوسوو٬ده ??وئېل اوس به هند له هم د مسئلې په حقيقت ځان پوهه كول وي٬د دې مسئلې له امله د دواړو هېوادونو ترمينځه درې جنګونه شوي ۔وفاقې وزير ووئيل دا مهال پا??ست??ن كښې چې كومه ه??دي سپانسرډ ترهه ګري روانه ده د دې مقصد يو دې او هغه په مقبوضه كشمير كښې خپل تسلط په ځاې ساتل دي۔ده ??وئيل يو وخت ؤ چې كله په مقبوضه كشمير د هند قبضه وه ولې اوس په ټول هند د كشميريانو د بيانيې قبضه ده٬ د اطلاعات وزير ووئېل په مقبوضه كشمير كښې چې كوم هم حكومت وي او هغه د پا??ست??ن په ضد خبره كوي نو بيا به كشميري اولس راپاسي۔هند نادان دے كه دا ګڼي چې د مقبوضه كشمير د هڅو سوب پا??ست??ن دے٬ ده ??وئېل هند چې څومره هم طاقت كشمير كښې وكاروي ورسره به د كشميريانو جذبات نور زياتېږي او زيان به هند ته رسي۔ چوهدري فواد حسېن ووئېل آزادي په پیسو نه ترلاسه كېږي بلكې دا د زړه دننه يوه جذبه ده۔ده ??وئيل مونږ غواړو چې لارې پرانستلې شي ٬ كشميريان٬پنجابيان او سندهيان يو بل سره يوځاې شي دغسې چې يو بل پلو تګ راتګ پېل وي۔ده ??وئيل د برتانيې تسلط ختمېدو په وخت د نړۍ 24 فيصده جي ډي پي د هند په كنټرول ك??ې وه او دې ته به يې د سرو زور مرغۍ وئېله ۔ده ??وئيل دواړه هېوادونو كښې زياتره اولس غريبان دې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دې شخړې آغېز په سارك تنظيم هم پريوځي