اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د غېر سرکاري تنظیم مسلم هېنډز مشر مولانا سیّد لخت حسېن وئيلي دي مونږ د مېنې او عزت وركولو اسلام پېژنو٬ كه د نوي كل مونږ تربيه ونه كړه نو دوي به “ګوګل” خپل مرشد وګڼي٬ تر څو چې قامونه دننه قوي نه وي قائم نه شي پاتې كېدلې٬ د وزیراعظم عمران خان په ??ېواد كښې اصلاحاتو لپاره د مدينې رياست ماډل وړاندې كېښودل خوشبينه دې ۔ د نهې په ??رځ نړيوال رحمت اللعالمین کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده دا هيله ولرله چې د صاحبزادہ نور الحق قادري په ??شرۍ كښې به صورتحال ښه شي٬ ده ووئېل د مذهبي چارو وزارت د اولس ترمېنځه لرېوالې ختمولو لپاره هم خپل كردار ترسره كولې شي٬ هيله لرو چې د مسلكو ترمېنځه همغږۍ لپاره به وزارت خپل كردار ولوبوي۔ ده د قر??ن حکیم او احادیثو حواله وركولو سره ووئيل حكمراني دا صفات لري چې واكمن له به په رب توكل كول وي او زړه به نرم ساتي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د مدینې د ریاست ماډل وړاندې اېښودې٬ ده ووئېل نبي ۖ په آخري خطبه كښې نړۍ له دا پېغام وركړې چې تور ته په سپين او سپين ته په تور فضيلت نه دې ترلاسه ٬ د ح??ور?? پېغام د برابرۍ پېغام ٶ٬ نبي پاكۖ په ??دينه كښې د سوشل سكيورټي نظام نافذ كړې۔ ده ووئيل د مدينې په رياست كښې حضرت سیّدنا عمر فاروق هم اصلاحات معرفي كړې هغه هم نړۍ لپاره يو ځالانده مثال دے۔ ده ووئيل د مدينې د رياست نظام داسې ٶ چې هلته به سپين ګيرو ٬ ځوانانو او ماشومانو ته عزت وركړې كېدو٬ ده ووئېل زمونږ ځوانان د اړي ګړي ښكار دي تر څو چې قامونه دننه قوي نه وي قائم نه شي پاتې كېدې۔ ده ووئيل پاكستان افغان جنګ څخه 40 كالو راهسې ځپلې كېږي