اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د آل پاكستان يوټېليټي سټور كارپورېشن د مركزي يونين چيئرمېن سيد عارف شاه وئيلي دي چې ح??وم?? د يوټيليټي سټور كارپورېشن د ملازمينو په تنخاګانو كښې د 18-2017م د اضافې او د اېم ډي په ځائ كولو پشمول زمونږ ??ني??دي غوښتنې پوره كړې دي او په نورو غوښتنو پرمختګ روان دے۔ د بقاياجاتو په مد كښې د 24 اربه روپو ترلاسه كېدو باور وركړے شوے۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې سيد عارف شاه ووئيل چې ح??وم?? زمونږ غوښتنې پوره كولو لپاره كوټلي اقدامات كړي دي۔ د اېم ډي په ځائ كول او د ملازمينو په تنخاګانو كښې د 18-2017م اضافه زمونږ ??ني??دي غوښتنې وې كومې چې ح??وم?? پوره كړې دي۔ ده ووئيل چې د صنعت او تجارت وزارت د كارپورېشن سپلائي بحال كولو منظوري وركړې۔ ده ووئيل چې ا??سن?? لنډ مهال اېم ډي واجد علي خان سواتې 31 كلنه تجربه لري او هغه به د ادارې بهترې لپاره موثر اقدامات وكړي۔