کراچی ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) او??س مشر ډاكټر عارف علو ي په اولس او په اړوندو حكومتي ادارو زور راوړې دې چې هغه دې په پاك او شين ??اكستان مهم كښې په ګډه برخه اخستو سره دا اهم قومي مهم كامياب جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره د 5 كلن پاك او شين ??اكستان مهم په اېكشن ډے راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ پېغمبر علېه السلام خپلو فرمانبردارو ته د چاپېرچل پاك ساتلو تلقين ??ړې دې۔ دستوره كښې د كراچۍ ميئر وسيم اختر ٬ اولسي نمائندګان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د او??س مشر په دې موقع د كچرې پورته كولو او ددې ځائې ته د رسولو كار كښې برخه واخسته۔ او??س مشر ووئيل د ټولو وګړو ذمه واري ده چې د خپلو كورونو او خپل چاپیرچل د صفائۍ خيال وساتي۔ اسلام دروحاني پاكيزګۍ سره سره د جسماني پاكيزګۍ په ځائې ساتلو هم تلقين ??ړې دې۔ پېغمبر علېه السلام به 5 وخته اودس كولو سره سره د خوراك نه وړاندې او وروستو لاسونه وينځل۔ سره ددې چې عربستان كښې اوبه كمې وې ولې دې سره د صفائۍ اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د كچرې كوڅو كښې غورځولو په ځائې ددې ډسټ بن ته اچول د اولس ذمه واري ده۔ دې نه وروستو دا د اړوندو حكومتي ادارو ذمه واري ده چې دا ځائې ته ورسوي۔ ده ووئيل د صفا او شين ??اكستان مهم كاميابۍ په نتيجه كښې به هېواد كښې د اوبو مسئله هم حل شي۔ اول مشر ووئيل هېواد كښې د اوبو كمي ستونزې هوارولو ته دې په سمدستي توګه پام وكړې شي