اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدر?? فواد حسېن وئېلي دي وفاقي كابينې د كېډ وزارت ختمولو٬د اورېنج ټرين٬د پېنډۍ٬لاهور او ملتان مېټرو بس منصوبو آډټ٬د 1 لك ميټرك ټنه يوريا سرې درآمد كولو٬د پي ټي وي د نوي بورډ آف ګورنرز او بورډ آف انويسټمنټ لپاره د نوي چيئرمېن غوره كولو منظوري وركړې ده ٬وفاقي كابينې د بندونو جوړولو لپاره د چيف جسټس هڅې وستائېلې او هغه مخ په وړاندې بوتللو له يې عزم وكړو٬د بندونو جوړولو فنډز د ټېكس څخه مستثنٰی ګرځولو له انكم ټېكس آرډيننس كښې بدلون به پارلمان ته لېږلې شي٬د پنجاب حكومت به حتمي ??ري??ړه كوي چې د ميټرو سروس چلولو لپاره د كال 8 اربه روپۍ وركولې شي يا نه٬د وفاقي كابينې په ايجنډا فنانس بل نه و او نه كومه منظوري وركړې شوې٬حكومت د ګاز او برېښنا بيعه نه زياته كړی او نه په تنخادارو كوم ټېكس لګولې شي٬ بايد مېډيا د تصديق نه پس خبرونه نشر كړي٬بهر هېوادونو څخه به روپو بېرته راوړلو له خاص يونټ د نړيوال فرانزك پوهانو خذمات اخلي۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدر?? فواد حسېن د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ وركولو۔وفاقي وزير د كابينې د ??ري??ړو په اړه ووئيل د كابينې په غونډه كښې د مېرمن كلثوم نواز بخښنې له دعا شوې۔ده ووئيل وفاقي كابينې د يوريا سرې معاملې جاج اخستې٬په پاكستان كښې چې د يوريا سرې څومره حاجت د?? دومره پېداوار نشته٬قصدن په ګرمۍ كښې د سرې پلانټس ته ګاز نه وركړې كېږي چې په نتيجه كښې يې د سرې پیداوار كم شې او بل خوا د سرې د برآمد اجازه هم وركړې كېږي٬ د?? ووئېل د دې صورتحال له امله په پاكستان كښې د راتلونكي فصل لپاره د سرې پېداوار كم دېے۔په دې حقله حكومت ??ري??ړه كړې چې يو لك ميټرك ټنه يوريا سره به درآمد كولې شي د كومې سبسډي چې به حكومت وركوي ٬ د?? ووئېل تر 15 نومبر به خپل پلانټس ته پوره ګاز وركولې شي چې كمې پوره شي۔وفاقې وزير ووئيل وفاقي كابينې په ټول هېواد كښې د ميټروز سروس د آډټ منظوري وركړې۔په غونډه كښې د ميټرو بس سروس د خرڅونو٬سبسډي جاج هم اخستلې شوې٬د پینډۍ٬اسلام آباد ميټرو بس سروس منصوبه 45 اربه روپو باندې بشپړه شوې٬د كرايه په لړ كښې 66 كروړه روپۍ د كال ترلاسه كېږي دغسې د پنجاب حكومت د كال 2 اربه روپۍ د سبسډي په لړ كښې وركوي۔ فواد چوهدري ووئېل د لاهور په ميټرو بس سروس د كال 4.2 اربه او د ملتان په ميټرو بس سروس د كال 2.1 اربه روپۍ سبسډي وركړې كېږي٬پخواني حكومت داسې منصوبې لګولې په كوم چې هغه وخت د پنجاب حكومت اته اربه روپۍ د كال سبسډي وركوله ٬ د?? ووئېل كه دا روپۍ د پنجاب حكومت ورنه كړي نو دا سروس به بند شي٬د دې په مقابل كښې په پېښور كښې هم د دغې نوعيت ټرانسپورټ سسټم جوړېږي د كومې لګښت چې 67 اربه روپۍ دے چې پكښې تراوسه 41 اربه روپۍ خرڅ شوي٬ د?? ووئېل صوبائي حكومت د ميټرو بس لپاره د سبسډي په ځاې د لس اربه روپو په لګښت به خپل بسونه اخلي۔ده ووئيل اورېنج لائن ټرين منصوبه 250 اربه روپو ته رسېدلې٬په دومره لګښت د خېبر نه تر كراچۍ ټرېك يو په دوه كېدې شو خو داسې نه ده شوې۔ د اطلاعات وزير ووئېل دا مهال د اورېنج ټرين د سبسډي اندازه نه شو لګولې كه دغه منصوبه بشپړه شي نو