اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د دوهم سپيكر چوكې لپاره د تحريك انصاف او د پلوي ګوندونو لخوا ب??وچستان سره تعلق لرونكي قاسم سوري او د اپوزيشن لخوا خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونكي مولا??ا اسعد محمود د نامزدګې كاغذونه جمع كړل۔ دواړو كانديدانو د خپلې خپلې كاميابې امېد څرګند كړے۔ د نهې په ??رځ د پارلمان په ??دانې كښې قاسم سوري د تحريك انصاف غړو سره يو ځائ د نامزدګۍ كاغذونه د قومي اسمبلۍ سېكتر سره جمع كړل۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د عمران خان په ??شرې كښې به د بلوچستان بنيادي ستونزې حل كړي۔ پارلمان به فعاله كولې شي او د بلوچستان محرومې به ختم كړې شي۔ ده ووئيل چې هغه به په ??اكنه كښې بريالې شي۔ د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ د قومي اسمبلۍ غړي او د دوهم سپيكر د چوكې كانديد مولا??ا اسعد محمود هم د نامزدګې كاغذونه جمع كړل۔ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هغه خپلې كاميابې لپاره ټولو سياسي ګوندونو سره په تماس كښې دے او د كاميابې هيله لري۔