اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د نېب چیئرمېن جسټس(ر) جاوېد اق??ال وئيلي دي نېب هېواد كښې د كرپشن خاتمه قامي فريضه او اعزاز ګڼلو تر مخه تر سره كوي ٬ کرپټ عناصرو له به حساب وركول وي بلوچستان كښې د كېسونو ذاتي مطالعې نه پس ګڼ بند كيسونه به د قانوني شواهدو موندلو سره په م??رټ د قانون تر مخه بيا پرانځو، د منصف د كرسۍ په تقدس پوهېږم ځكه نه مې په م??رټ سمجوته كړې او نه به وكړم٬ د نېب چارواكو ته زما له اړخه بشپړه تحفظ ترلاسه دے ٬ د چا فشار په خاطر كښې مه راولۍ٬ د سياست مدارو پشمول د هر ك?? د عزت نفس احساس لرو، کاروائي هم د قانون او آئين له مخې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اق??ال د بلوچستان دورې په مهال بريفنګ او چارواكو ته د وېنا په مهال وكړه۔ په دې موقع د نېب بلوچستان ډي مرزا محمد عرفان بېګ هم موجود ٶ۔ جسټس جاوېد اق??ال ووئيل د نېب چارواكي دې مقدمې د قانون له مخې سر ته رسولو لپاره په بېړني بنيادونو كار وكړي٬ د كرپټ كسانو په ضد كېسونو كښې به غېر ضروري التواء نه برداشت كوٶ٬ ده ووئېل ټولې مقدمې دې په م??رټ ٬ سپېځلې او د قانون د تقاضو له مخې خپل انجام ته ورسولې شي۔ چارواكو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د پاكستان د خاورې په مونږ قرض دے او مونږ له دا قرض په ښه ډول ستنول دي٬ كه مونږ په ايماند??رۍ ا?? ديانتد??رۍ سره د كرپټ عناصرو په ضد كار وكړو نو ز ګڼم چې مونږد خپلې برخې كار وكړو۔ ده د بلوچستان نېب د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل دا كاركردګي دې لا ښه كړې شي۔ د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاويد اق??ال ليګل ونګ ته امر وكړو چې ھغوي په عدالت كښې د دائر كېسونه خپل انجام ته رسولو له بې غوري ونه كړي